د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د هند له لومړي وزیر، نرېندرا مودي سره کتلي دي. دواړو لورو ویلي، دغه کتنه چې د روسیې په کازان کې د برېکس غونډې په څنډه کې شوې د سیمې او نړۍ د ګڼو مسایلو په اړه پکې خبرې شوې دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په پام کې ده د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم له پزشکیان او نرېندرا مودي سره وګوري.