د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، جمهوري غوښتونکی نوماند ډونالډ ټرمپ ډيموکراسۍ ته ګواښ دی. جو بایډن ويلي، ټرمپ باید له سیاسي پلوه بندي شي ځکه ډيموکراسۍ ته ګواښ دی او په نیو همشییر کې یې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ډيموکراټانو نامناسبې نیوکې کړې دي. هغه زیاته کړې چې ټرمپ غواړي د امریکا د اساسي قانون خوندیتوب له پامه و غورځوي.