د میدان وردګو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۸ تنو ته مرګژوبله اوښتې. دغه پېښې پرون غرمه مهال د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پرلویه لار د هفتاسیا او ټوپ دښتې په سيمو کې د پاسو او سراچې، ټوډي او سراچې موټرو د ټکر له امله پېښې شوې دي. د میدان وردګو امنیې قومندانۍ ویلي، چې په دغو پېښو کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان دي. د یادو پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.