رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې پاریس به نن لبنان سره د بشري مرستو، د دغه هېواد د ځواکونو د ملاتړ او د لبنان او اسراییل ترمنځ د اوربند په موخه د غونډې کوربه وي. که څه هم دغې غونډې ته څه باندې ۷۰ هېوادونه او ۱۵ نړۍوال بنسټونه بلل شوي خو د رویټرز په خبره، په ډېر کم شمېر لوړپوړي چارواکي به پکې ګډون وکړي. د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم دغه غونډه کې له ګډون ډډه کړې او پرېکړه یې کړې چې دغې غونډې ته خپل مرستیال واستوي.