د خوست او پروان د عامې روغتیا ریاستونو مسوولینو په دغه ولایتونو کې د ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکو او درملو د سوځولو خبر ورکړی دی. د خوست د عامې روغتیا رییس ویلي، چې د دغه ولایت له هټیو او درملتونونو څخه ۵ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او د یو شمېر مسوولینو په شتون کې وسوځول شول. نوموړي تجارانو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به له بهر څخه خوست ته د راواردېدونکو توکو د کیفیت د ارزونې لابراتوار په خوست کې فعال شي، تر څو د سوداګرو مالونه پر وخت ارزیابي شي. ورته مهال د پروان ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر هدایت الله اعزام ویلي چې په دغه ولایت کې د هټیو او درملتونونو څخه ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي او درمل راټول او د یوشمېر مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.