د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د فضایي صنایعو پر یوه شرکت د تېرې شپې برید غندلی او د ترکیې له دولت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. ترکي چارواکو تېره شپه ناوخته ویلي و چې انقره کې د فضایي صنایعو د یوه شرکت پر مرکزي دفتر برید کې پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. د ترکيې کورنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.