د هرات ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار د خواجه کله څخه تر پایان آب پورې د څه باندې ۳ کیلومتره سړک د پخولو چارې پیل شوې دي. د هرات ښاروال، نعمت الله حسن وویل، چې دغه سړک به د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې د ۴۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲۰۰ مترو په اوږدوالي او ۹ مترو په سور سره په معیاري ډول ورغول شي. نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل، چې د پراختیايي پروژو چارې په ټاکلي وخت او معیارونو سره سم بشپړې کړي. د یادې پروژې چارې به د ۶ میاشتو په بهیر کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.