د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د شولو په حاصلاتو کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د مسوولینو په وینا د زیاتوالي لاملونه د طبیعي افتونو نشتونوالۍ، کرنیزو ځمکو ته پر وخت د اوبو رسونه او بزګرانو ته په اړونده برخه کې سلا مشورې ورکول هغه څه وو، چې سږ کال په یاد ولایت کې ۵۸۶۰.۷۵ ټنه د شولو حاصلات تر لاسه شوي دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۱۹۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه باندې شولې کرل شوي دي او په راتلونکي کې پلان لري، چې په بزګرانو باندې کیمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه وویشي.