د لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په ۶۶ میلیونه افغانیو د اته پروژو چارې بشپړې شوې. د لوګر د لوړو زدهکړو موسسې مسوولین وايي چې یادې پروژې د تېر یوه کال پرمهال د لوړو زدهکړو وزارت د شاوخوا ۶۶ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې او نن، ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسې رییس ضیاالاحمدصارم وویل، په بشپړو شویو پروژو کې د لوړو زدهکړو موسسې احاطوي دیوال، عمومي دروازه، څلور حلقې ژورې څاګانې، یو باب معیاري کانټېن، یو باب سایبان، لوړو زدهکړو موسسې ته د برښنا او نوري فایبر وصول کول شامل دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادو پروژو له پرانېستې سره اوس د دغه ولایت د لوړو زدهکړو موسسې د ښوونکو او محصلینو ډېری ستونزې هوارې شوې دي.