د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د افغانستان لپاره د «یوناما» مشرې روزا اوتونبایوا، نن په کابل کې د ملګرو ملتو سازمان د ۷۹مې کاليزې په مناسبت د ملګرو ملتو او افغان رسنيو کنفرانس کې ژمنه وکړه چې دغه سازمان په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي. نوموړې، د ملګرو ملتو سازمان او په افغانستان کې د دغه سازمان د بېلابېلو ادارو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې افغانستان د لومړنیو هېوادونو له جملې څخه دی چې په ۱۹۴۶ زیږدیز کال کې د ملګرو ملتو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ او په دغه سازمان کې یې مهم رول لوبولی او خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړې دي. هغې زیاته کړه چې د ملګرو ملتو سازمان هم د یوه مهم شریک په توګه د روغتیا، توسعې، سولې، ټیکاو او بشري مرستو په ګډون بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.