د سوک وهنې افسانوي لوبغاړي محمد علي کلې مېرمن خلیله علي کلې او ورسره مل پلاوی نن کابل ته راغی. ټاکل شوې چې مېرمن کلې به د یو ورزشي سټډیوم او د محمد علي کلې او خلیله علي کلې په نوم د ورزشي ټولنې جوړولو په موخه له اړوندو مسوولینو سره لیدنه وکړي. خلیله علي په ۲۰۲۱م کال کې کابل ته د یوه سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د قرغې په سیمه کې به په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې د فوټبال یو لوبغالي جوړ کړي چې دا د دې په وینا د محمد علي کلي ارمان و.