په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د درمل جوړونې کارخونې په فعالیت پیل وکړ. د یادې کارخونې مسوولین وايي، د لومړي فاز د چارو په پيل سره په اوس وخت کې څلور ډوله شربت تولیدوي. د مسوولینو په وینا د دا ډول کارخونو په فعالېدو سره به د بهرنیو تولید شویو درملو ځای افغاني تولید شوي درمل ونیسي. ورته مهال هغه کسان، چې دغه کارخونه کې په دندو بوخت دي وايي، خوښ دي چې هېواد کې دننه ورته د کار زمینه برابره شوې. دوی وايي، له نورو پانګوالو او تجارانو یې هم غوښتنه ده، چې هېواد کې دننه پانګونې وکړي، تر څو بې روزګاره کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.