ټولګټو چارو وزارت وایي، سرپرست حکومت افغانستان کې د افغان- ټرانس پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتو دی. د دغه وزارت ویاند، وايي، په افغان خاوره کې د دغې پروژې د چارو پیل لپاره د منځنۍ اسیا او نورو ښکېلو هېوادونو سره ډېرې غونډې شوې دي. افغان – ټرانس پروژه په منځنۍ او سویلي اسیا کې د نړۍوالې سوداګرۍ د پراختیا او لېږد رالېږد د اسانتیاو لپاره یوه مهمه سیمه ییزه طرحه ده چې له سویلي اسیا هېوادونو سره د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو د نښلولو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري. د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر، الهام محکموف هم د افغان- ټرانس پروژه له منځنۍ اسیا سره د سویل ختیځو هېوادونو د نښلېدو لپاره یوه ښه پروژه وبلله.