د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۷۲ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد قاسم راشد ویلي چې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ په الله داد خېلو کلي کې د ۶ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او پرمټ یې ۳۷۲ کوذنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. راشد زیاته کړې, چې په دغه شبکه کې د ۸۰ مترو په اوږدوالي د یوې څاه کیندل, د لمریزې تختې او د یوې ذخیرې درلودل, د ۷۰۷۳ مترو په اوږدوالي کور په کور پایپ غځول شامل دي, چې چارې به یې د ۱۲ میاشتو په موده کې بشپړې شي.