د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ نوې ودانۍ د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په دې پرانيستغونډه کې د کورنيو چارو وزارت د ودانيو رييس شريف الله وويل چې تېر کال د هېواد په کچه ۲۳ ولسوالیو لپاره نوې اداري ودانۍ منظور شوې وې چې له ډلې یې د غزني ولایت د اندړو او ناوې ولسوالۍ لپاره نوې نوې ودانۍ جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه چې یاده ودانۍ په درېیو پوړونو کې پر ۵۳۰ متر مربع ځمکه جوړه شوې, چې يو د غونډو تالار، ۲۸ اداري خونې او نور اړوند ملحقات لري.