د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې د نشه يي توکو د جرړو اېستلو، د بنسټیزو پروژو پلې کولو او له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ته ډېر پام شوی دی. نوموړي د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ په فراغتغونډه کې ویلي، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د ودې او پراختیا لپاره په کور دننه او ځینو نورو هېوادونو کې ګډ نندارتونونه هم جوړ شوي دي. هغه زیاته کړې چې د ټاپي، ټاپ، او نوري فایبر پروژو چارې پیل شوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان – ټرانس او کاسا زر پروژو چارې هم پیل شي. متقي د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې وایي، دمګړۍ د برښنا بندونو او برښنا د تولید زیاتوالي ته هم پاملرنه کیږي.