په فیلیپين کې د ټرامي توپان ۲۶ کسان مړه کړي دي. د فیلیپين په شمال ختيځ كې د ټرامي توپان له امله سېلابونه راوتلي او ځمكه هم ښویېدلې ده. د دغو ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا لس زره کسان بې کوره شوي هم دي. د دغو سېلابونو له امله سړکونه ویجاړ شوي او زیربناوې هم سختې اغېزمنې شوې دي او ورسره ډېر کلي هم سخت ځپل شوي دي. پولیس وايي، د بېړني حالت له امله د ژغورنې ډلې له خلکو سره مرسته کوي او خوندي ځای ته یې د لېږدولو هڅې روانې دي. د فیلیپين د ولسمشر په مشرۍ په دغه هېواد کې راتلونکو زیانونو د مخنیوي لپاره د کابینې بېړنۍ ناسته هم ترسره شوه. په راتلونکې اونۍ کې د فلیپین په لوېدیځ کې د ټرامي توپان د رالوتو اټکل هم شوی دی.