د سرپرست حکومت مرستیال، د افغانستان لپاره د برېټانیا له چارسمبالي رابرټ ډېکسن سره کتلي. په دغه کتنه کې رابرټ ډېکسن له سرپرست حکومت سره پر تعامل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د دواړو لورو ډېرې کتنې لازم دي. هغه ژمنه وکړه چې برېټانیا به د لویدیځو او سرپرست حکومت ترمنځ اړیکو ته لار هواره کړي. په دې کتنه کې سیاسي مرستیال د رابرټ ډېکسن راتګ ګټه ور وباله او زیاته یې کړه چې له نړۍ سره تعامل او د هېواد دننه ستونزو د حل په موخه خپل کار ته دوام ورکوي.