سره له دې چې، پروان کې کروندګر د پيازو حاصلاتو زیاتېدو ته خوشحاله دي، خو د معیاري سړو خونو، پلور مناسب بازار نشتوالي او د بیو ټيټوالي له امله اندېښمن دي. دغه کروندګر وايي، په کور دننه او په ځانګړي ډول پروان کې د معیاري سړو خونو نشتوالي له امله پياز په ارزانه بیه پلورل کېږي او تر هغې وروسته پاکستان ته لېږدول کېږي، چې دژمي موسم پرمهال په څو برابره لوړې بیې بېرته هېواد ته راوارديږي. ورته مهال سیمه ییز مسوولین وايي، هڅه کوي، چې دغه ولایت کې د کروندګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي. د دوی په خبره په پام کې ده، چې د معیاري سړو خونو جوړولو په برخه کې ځينې بهرني پانګوال دغه ولایت کې پانګونه وکړي.