د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر چین ته د سفر په ترڅ کې د پاور چاینا شرکت له رییس سره کتلي او له هغه څخه یې غوښتي، چې د کاپیسا ولایت د باغدرې د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بند کې د پانګونې عملي چارې ژر پیل کړي. بلخوا د یاد شرکت رییس ډاډ ورکړی، چې د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره به ډېر ژر لازم اقدامات وکړي. د ویلو ده، چې د پاور چاینا شرکت مسولینو له لوري د کاپیسا پر باغدرې بند د پانګونې لېوالتیا وروسته ياد شرکت ته د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا د سروې اجازه ورکړل شوې وه.