د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان کرکټ الف لوبډلې او د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې پر وروستیو بریاو خوښي څرګنده کړې ده. افغان الف لوبډلې تېره شپه د ځوانانو اسیا جام سیالیو په نیمه پایلوبه کې هند ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده. په ورته مهال د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې هم اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې پړاو کې کمبودیا ته د درې پر یو توپیر سره ماتې ورکړه.