د هواپېژندنې ادارې نن او سبا د کابل په شمال سیندیزو حوزو کې د نسبتاً سختو بارانونو، د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. د اوبو او انرژۍ وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه په یو بیان کې ویلي، چې د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په سیندونو کې د اوریاوو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو اټکل کېږي. په بیان کې د ټیټو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې ځان خبر وساتي او د سېلابونو یا د اوبو د کچې د لوړېدو په وخت کې دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د لوړو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د خطر پرمهال د کوزو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني زیانونو مخنیوی وشي.