د راپورونو له مخې د مکسیکو په شمال کې د یوې لارۍ او بس موټر د ټکر له امله لږترلږه ۱۹ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي. د مکسیکو چارواکو د پېښې په لومړیو کې د مړو شمېر ۲۴ یاد کړی و. د زاکاتکاس ایالت ځایي چارواکو په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ژغورونکو او متخصصانو له هڅو وروسته د مړو تایید شوی شمېر ۱۹ دی او شپږ کسان په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي. د ځایي چارواکو په خبره پېښه د زاکاتکاس پر لویه لار داسې مهال وشوه چې د لارۍ موټر یو کانټینر چپه شو او هغه مسافروړونکی بس ورسره وجنګېد چې ۲۵ مسافر په کې وو.