په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوي خو بازار یې پیکه دی، دوی د خوست له هوايي ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوي. خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالي بازار ته له ټول هېواده جلغوزي راوړل کیږي. د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنه جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی او اړتیا ده چې، له هېواد بهر یې صادراتو ته زمینه برابره شي. په دغه ولایت کې د جلغوزيو لنډ مهالي بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته لنډ مهالي کاري زمینې هم برابرې شوې دي.