د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره د یادې ولسوالۍ د مرکزي روغتون او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د اوبو رسولو رییس عبدالواحد شفیق ویلي، چې د دغه ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د سرې میاشتې ټولنې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت سره د یادې ولسوالۍ مرکزي روغتون او شاوخوا ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. نوموړي زیاته کړې، چې د یادې پروژې چارې به د یوې میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي، چې ورسره به د سیمې خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په پيل خوښي ښودلې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.