اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون د کرونا ویروس مخنیوي په موخه نوي تدابیر اعلان کړي دي. د دې تدابیرو له مخې به د یادې ادارې کارکوونکي دفتري چارې له کور څخه مخته بیایي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دا تدابیر سر له نن څخه د ټول هېواد د ملکي خدمتونو په ادارو کې د پلې کېدو وړ دي او زیاتوي؛ ټول هغه کارکوونکي چې عمرونه یې له ۵۸ تر ۶۵ کلونو پورې دي، کولی شي د دریېو اوونیو لپاره په کورونو کې له لرې کار وکړي. ملکي خدمتونو اداره دا پرېکړه وروسته تر هغه کوي چې د وروستیو راپورونو له مخې په افغانستان کې پر کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر ۲۱ ته پورته شوی دی.