د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې چې هرات کې یې د ایران سرکونسل لویه لاسته راوړنه بولي. اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، قیمتي ډبرې، ممیز، سرب، نوشابه او کنجد هغه مهمترین توکي دي، چې افغانستان یې ایران ته صادروي. یاد وزارت دغه راز، ډیزل، پټرول، ګاز، د تولیدي کارخانو لپاره خام مواد او سمنټ هغه توکي بللي، چې له ایران څخه واردیږي. بل لورته د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له راپیدا کېدو وروسته په تېرو درې کالو کې افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې او له دې لارې له نړۍ سره سوداګري پراخه کړې ده. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ویلي وو، تهران هڅه کوي چې په ایران کې افغان سوداګرو او د کاري فرصتونو رامنځته کوونکو ته د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.