د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر وايي، افغانستان کې تر بل هر وخته ډېره د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې او چین ته یې په خپل سفیر کې د یاد هېواد شرکتونه هڅولي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي ویلي، چین ته یې په خپل سفر کې، له پاور چینا او اېم سي سي شرکتونو غوښتي، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان کې د پروژو چارې پیل کړي. یاد وزارت دغه راز ویلي، چې اوکرایني کمپنۍ هم د افغان انجینرانو او تخنیکي ظرفیت جوړولو لپاره، د روزنیز پروګرام پلي کولو ته چمتووالی ښودلی دی. د یوې اوکرایني کمپنۍ استازو، د یاد وزارت له مرستیال سره په کتنه کې، په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیا د پروژو په پلي کولو کې، د همکارۍ لېوالتیا څرګنده کړې.