د مزارشریف ښاروال د ۱۴۰۳ کال دویمې ربعې د کړنو، عوایدو او پرمخ روانو پروژو په اړه ولس ته د حساب ورکونې پر مهال وویل، چې د روان کال دویمې ربعې په درېیو میاشتو کې ۲۱۸ میلیونه افغانیو عواید راټول شوي او د ۴۳ پروژو له ډلې د یو شمېر بنسټیزو پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي. هغه له ښاریانو او ادارو څخه غوښتنه کړې، چې د عوایدو راټولولو، د پورونو د ادا کولو او د صفايي مالیې په ورکړه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، ترڅو دغه اداره وکولی شي په مزارشریف کې نورې رغنیزې پروژې پلې کړي. په دې غونډه کې د ښاروالۍ د سکتوري چارو رییس محمد جاوید مایار وویل، چې د مزار شریف ښاروالۍ کاري پرسونل هڅه کوي، چې شپه او ورځ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي او له ښاریانو یې وغوښتل، چې د ښار د پاکوالي او پرمختګ لپاره د ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي.