په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې په سیاسي او سولې چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي له مرستیالې سره د دوحې درېیمې غونډې د پایلو په اړه خبرې کړي دي. د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د علیا احمد بن سیف ال ثاني او روزماري ډېکارلو ترمنځ د دوحې درېيمې غونډې په پایله کې پر رامنځته شویو مثبتو هڅو او د دوحې په څلورمه غونډه کې چې د دغه هېواد په پلازمېنه کې ترسره کیږي، پر هغوی د کار کولو پر ارزښت ټينګار وشو.