د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، د ۷۷ ترکي شرکت له رییس سلیمان جیلیو سره په کتنه کې؛ د کجکي بند د چارو د پرمختګ او د هرات د بادي برېښنا د تولید پروژې په اړه خبرې کړې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ۷۷ ترکي شرکت رئيس، د کجکي بند د دویم فاز د پرمختګ په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې اوسمهال د دغه بند د کیندنې او دروازه بندۍ چارې په ښه توګه روانې دي. هغه زیاته کړې چې په پام کې لري د اوبو او انرژۍ وزارت د رهبري مقام په هوکړې سره، په هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژه کې خپله پانګونه پيل کړي. په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د اوبو او انرژۍ پروژو د پلي کولو په برخه کې د یاد شرکت فعالیتونه ستایلي او د کجکي بند د دویم فاز د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی. هغه ویلي چې هڅې کېږي د هرات د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا پروژه کې د پانګونې په موخه د زمینې برابرولو لپاره اړینې ارزونې ترسره شي او ډېر ژر د پروژې قرارداد د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي.