د بېجينګ پر وخت د اکتوبر د ۳۱ مې نېټې د سهار په ۱۱ بجو او ۱۴ دقیقو، له چين څخه په تجارتي مالونو بار اورګاډی د چين د جيانګ سو ولایت د نان تونګ ښار له های ان لوجيستک مرکز څخه د افغانستان د حیرتان بندر په لور خوځېدلی دی او د تګ په مراسمو کې يې د افغانستان د چارو لپاره د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ او بېجينګ کې د افغانستان لوی سفير هم ګډون کړی و. له چين څخه په تجارتي مالونو بار لومړی اورګاډی په ۲۰۱۶م کال کې له همدغه جیانګ سو ولایت څخه د افغانستان حیرتان ته تللی و او اوس يوځل بيا همدغه اورګاډی په مستقيمه توګه حیرتان بندر ته ځي او ښايي دغه لړۍ دوام ومومي. د دغه اورګاډي په سلو معياري کانټينرونو کې د منسوجاتو، د ژوند د اړينو توکو او الکټرونيکي محصولاتو په ګډون تجارتي مالونه بار دي او د چين د شينجيانګ له خورګوس ځمکني بندر څخه به د قزاقستان او ازبکستان له لارې په شاوخوا ۱۵ ورځو کې حیرتان بندر ته ورسيږي او کابو ۷۰۰۰ کیلومتره لاره به ووهي.