د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پنځو بېلابېلو ولسوالیو کې د ۳۰۰ زرو ډالرو په لګښت د روغتیایي کلینیکونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې دغه کلینیکونه د UNFPA په مالي ملاتړ جوړېږي چې هر کلینیک به ۸ خونې ولري. د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې اوس مهال ۵۴۰ روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، چې له همدې جملې ۱۷۰ یې معیاري ودانۍ لري. د خوست ولایت ځایي اوسېدونکو د دې روغتیايي مرکزونو د جوړولو په چارو خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا پروژه به په سیمه کې د مور او ماشوم د مړینې خطر را کم کړي.