د هسپانیې په ختیځ کې د سېلابونو له امله د مړو شمېره ۱۵۸ ته ورسیده. د ژغورنې ډلې لاهم د ورکو کسانو په لټه کې دي. دا په تېرو پنځو لسیزو کې په اروپا کې تر ټولو خطرناک سېلابونه بلل شوي دي. رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د سې شنبې په ورځ د والنسیا سیمې په ځینو برخو کې په اتو ساعتونو کې د یوه کال په اندازه باران وشو، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵۵ کسان یوازې په والنسیا کې او درې نور په دوو نورو سیمو کې مړه شول. د راپورونو له مخې، سېلابونو سړکونو او د اورګاډو پټلیو ته پراخ زیانونه اړولي دي. د والنسیا اوسیدونکو وضعیت “خواشینیونکی” بلل شوی. د ژغورنې ډلې د لادرکه کسانو لټون ته په داسې حال کې دوام ورکوي چې په دغه ښار کې د ژغورنې لپاره لسګونه سرتیري پر دندو ګمارل شوي دي.