ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د کابل – کندهار د لویې لارې په څلورو برخو کې چې ۱۰۲ کېلومتره اوږدوالی لري، د اسفالټ اچونې کار بشپړ شوی دی. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د دغې لویې لارې د پاتې برخو د اسفالټ کار په چټکۍ روان دی او په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. مسافر او موټر چلوونکي د کابل-کندهار د لويې لارې له اساسي بيارغونې خوښ دي او وايي، تر ډېره یې ستونزې هوارې شوې دي.