د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني پولیسو موټر تر څېرمه چاودنه کې د پنځه ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي. اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و. د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې، په دغه چاودنه کې د پولیسو هغه موټر په نښه شوی و، چې د پولیو د واکسین د کارکونکو د امنیت لپاره یې ساتونکي لېږدول. د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا یا کومې ډلې نهدی اخیستی.