د امریکا دفاع وزارت وایي، منځني ختیځ ته د الوتکو لېږدونکې ابراهم بېړۍ پر ځای بي – ۵۲ بم غورځونکې، د تېلو لېږدونکې او جېټ الوتکې او ځینې نورې جنګي بېړۍ استوي. رویټرز د پنټاګون د ویاند په حواله لیکلي چې، که ایران او یا یې متحدین د امریکا اوسېدونکو او یا ګټو ته زیان ورسوي نو امریکا به یې دفاع وکړي. امریکا منځني ختیځ کې د ایران او اسراییل ترمنځ تر وروستیو ترینګلتیاو وروسته په خپل پوځي حضور کې د بدلون خبره کوي.