د سرپل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال دغه ولایت کې د پیازو حاصلات ۵۷ سلنې زیات شوي، چې لامل یې پر وخت ورښتونه او د کرنې له پرمختللو وسایلو ګټنه ده. د دغه ولایت ځینې کروندګر د پيازو بیو له ټیټوالي او نباتي افتونو څخه شکایت کوي او وايي، چې د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالی د دوی جدي ستونزې دي. کروندګر د سرپرست حکومت له مسوولینو د بازار موندنې او نورو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د همکارۍ غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده، چې دامهال د سرپل په بازارونو کې یو من پياز له ۶۰ تر ۱۲۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.