د المان حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې له الماني وګړو یې وغوښتل چې له هغه هېواده ووځي. د راپور لهمخې د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون خبرداری ورکړ چې، په ایران کې دېره الماني وګړي خپل ځانونه د اسلامي جمهوریت له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي. د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله الماني وګړي له اعدام وروسته د المان حکومت پهدې هېواد کې د ایران درې واړه کونسلګرۍ بندې کړې.