د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د نومبر په لومړۍ نېټې رسنيو ته ويلي چې د چين نړیوال وارداتي نندارتون د دغه هېواد د ورخلاصون د پراخوالي مهم تدبير دی او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره د چين رښتينی عمل هم دی. هېواد يې غواړي چې د دې نندارتون څخه په استفادې د ورخلاصون په بهير کې له اړوندو خواوو سره همکارۍ لا پياوړې کړي، څو اړوندې خواوې د چين د لوی بازار له فرصتونو څخه برخمن شي.
د چين اووم نړيوال وارداتي نندارتون به په راتلونکې اونۍ کې پرانيستل شي او بېلا بېلې چارې یې چمتو دي. شمېرنې ښيي چې د نړۍ له ۵۰۰ غښتلو تصديو او شرکتونو څخه ۲۹۷ لويې تصدۍ او د ډېرو هېوادونو شاوخوا ۸۰۰ ډلې به پکې ګډون وکړي چې شمېر به يې نوی ريکارډ جوړ کړي.