د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د نومبر په لومړۍ نېټه د خلکو په لوی تالار کې د مکاو د خاصې اداري سيمې له مشر څن هاو هوی سره وکتل چې د هېواد د مرکزي حکومت له خوا تازه ټاکل شوی دی.
د چین لومړي وزير لي چيانګ ښاغلي څن هاو هوی ته د چين د ولسي جمهوريت د مکاو د خاصې اداري سيمې د شپږم مشر د ټاکل کېدو په پار د دولتي شورا ۷۹۴م نمبر فرمان ورکړی.
شي جين پینګ وويل چې په يوه هېواد کې دوه اداري نظامونه د هېواد، چيني ملت او د مکاو له بنسټیزو ګټو سره سمون لري. هېواد ته د مکاو د بېرته راتګ له ۲۵کلونو راهيسې د مرکزي حکومت او سترې برخې په ملاتړ سره سيمه ييز حکومت او بېلا بېلو ټولنو خپلو هڅو ته ادامه ورکړې او په يوه هېواد کې د دوو نظامونو د پلي کولو په برخه کې يې د ليدو وړ لاسته راوړنې درلودلې دي.