د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټوب د اکتوبر په ۲۸مې نېټې بېجينګ ته ورسېد او د چين مېډيا ګروپ ځانګړې مرکه يې ومنله.
سټوب په دې مرکه کې وويل، د فنلنډ لپاره دا ډېره مهمه ده چې د چين په څېر سترو هېوادونو سره ښې اړيکې وساتي. فنلنډ او چين د سوداګرۍ او نوښت په برخه کې يو پر بل باور لري، په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ له لسو څخه زياتې دولتي همکاريزې پایلې رامنځته شوې او څه باندې شل همکاريز تړونونه لاسليک شوي دي.
هغه په اشارې ويلي، چين يو ځیرک او مدبر هېواد دی او ډېر مهم ستراتيژيک پلانونه يې وړاندې کړي، لکه د نړيوال پرمختګ نوښت، د نړيوال امنيت نوښت او د کمربند او لارې ګډه ابادي.
نن ورځ نړۍ د څو قطبي کېدو له چوکاټ سره مخه ده، هېڅ يو هېواد نه شي کولی، چې پخپله د اقلیمي بدلون، د نفوس او کډوالو مسئلې، تخنيکي پرمختګ، د ناروغیو مخنیوی او دوامدار پرمختګ په برخو کې ستونزې لرې کړي. بېلا بېل هېوادونه دې په ګډه له ستونزو سره مقابله وکړي او د ګډو کوښښونو له لارې د ستونزو د حل و فصل لارې پيدا کړي.