د اسپانیا لومړی وزیر وایي، د دغه هېواد په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۱۴ تنه مړه شوي او تر څلورو ورځو وروسته لا هم د ځینو جسدونه نادرکه دي. د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز زیاته کړې چې، سېلاب ځپلو سیمو ته د جسدونو موندلو او د ژغورنې هڅو په موخه د استول شویو ۲ زره او ۵۰۰ ځواکونو سربېره، ۵ زره نور ځواکونه هم استوي. سانچیز دا د اسپانیا په سوله ییز تاریخ کې د دغه هېواد د ځواکونو تر ټولو ستر عملیات یاد کړي او ټینګار یې کړی چې د اړتیا پر مهال به سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره هر ډول امکانات برابر کړي. د اسپانیا په ولنسیا ښار کې دغه سېلابونه د ۱۹۶۷ زیږیز کال راهیسې اروپا کې تر ټولو مرګونې سېلابونه دي.