د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ښار څلورمې ناحیې اړوند خرخشي سیمې ته نږدې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٤ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دغه پېښه کې یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي. مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلونکي بې احتیاطي ښودلې ده. د یادولو وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د کابل-کندهار پر لویه لاره د غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې د یو ۵۸۰ ډوله او کرولا موټرو د ټکر له امله ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.