د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د پاکستان په دویم ستر ښار لاهور کې د هوا د ککړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې ده. د خبر پاڼې له مخې، دغه اندازه له هغې څلوېښت برابره ډېره خطرناکه ده چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې د منلو وړ ده. ياد سازمان په رسمي ډول د دغه ۱۴ ميلیوني ښار د هوا د ککړتیا کچه د نړۍ د تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا په توګه ثبت کړې ده. په داسې حال کې چې تراوسه د دې ښار هوا تر دې بریده نه وه ککړه شوې. ځايي چارواکو ویلي چې ښايي تر څو راتلونکو ورځو د هوا ککړتیا په همدې کچه لوړه پاتې شي. د هوا د ککړتیا کچه چې له ۱۸۰ نومرو واوړي روغتیا ته خطرناکه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې په لاهور کې یې اوس د ککړتیا کچه ۱۰۶۷ نومرو ته رسېدلې ده.