د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د لنډمهالې مېشتېدنې د کمېټې غړو د دغه وزارت د مسلکي مرستیال، عبدالرحمن راشد په ګډون د سرپرست حکومت له اداري مرستیال، سره په کتنه کې د کډوالو ستونزې شریکې کړې دي. راشد ویلي، چې په دې وروستیو کې له ګاونډيو هېوادونو د افغان کډوالو جبري راستنول زیات شوي دي. اخوا اداري مرستیال د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټې ته لارښوونه کړې، چې د ژمي موسم ته په پام سره د راستنېدونکو افغانانو ستونزو ته په ښه توګه ورسیږي.