د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند عمري ویلي چې، په دغه ریاست کې یې د فساد کچه صفر ته رسولې ده. نوموړي ویلي، هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې، د پاسپورټونو د وېش په بهیر کې فساد وکړي. نوموړی همدارنګه ډاډ ورکوي چې، د پاسپورټونو د ترلاسه کېدو برخه کې ښې اسانتیاوې رامنځته شوې دي. د پاسپورټونو د عمومي ریاست د ویاند په خبره، دا مهال د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده او هره ورځ ۷ زره پاسپورټونه وېشل کېږي. په ورته وخت کې د پاسپورټ ځينې غوښتونکي د پاسپورټ په ترلاسه کولو کې له رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي؛ خو ټینګار کوي چې، د پاسپورټ په اخیستو کې باید لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي. د پاسپورټ ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، د پاسپورټ د وېش په مرکزونو کې د ښځو او نارینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې او د نویو مرکزونو په جوړېدو سره د پاسپورټونو د وېش بهیر چټک شوی دی.