د نړۍ د ځوانو ساینسپوهانو د ۲۰۲۴م کال اروپايي سرمشريزه د بلجیم په بروکسيل کې په بریالیتوب ترسره شوه، چې شاوخوا د ۳۰ هېوادونو ۲۰۰ څیړونکو او د تصدیو استازو پکې برخه اخيستې وه.
د سرمشريزې ګډونوالو د پوهنتونونو د اصلاحاتو، د ځوان نوښت، او ټیکنالوژۍ په اړه ژور بحثونه کړي دي.
د سرمشريزې په درشل کې خطابې، فورمونه، ګردي میز بحثونه او پروژوي نندارتونونه هم ترسره شوي، چې یو شمېر ښې پایلې یې درلودې او څو ځوانو سایسنپوهانو ته پکې د ۲۰۲۴ کال د اروپايي سرمشريزې ځانګړې جایزې ورکړل شوې دي.