د هوا پېژندنې ادارې له نن سیشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د ورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو سطحې لوړېدو او دغه راز په ځینو ځایونو کې د سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې له هغو خلکو چې یادو سیندونو ته نژدې ژوند کوي، غوښتي چې نه یوازې په خپله د سېلابونو خطر ته پام وکړي؛ بلکې د سېلابونو د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي. د هوا پېژندنې ادارې دغه راز په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې هم د سخت باران او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال په هیوادکې سېلابونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اړولي دي.