د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره هممهاله د عامې روغتیا وزارت کرونا یو ملي ګواښ وباله. له دې سره جوخت د افغانستان د ډاکټرانو ملي اتحادیه وایي چې حکومت د کرونا د خپرېدو له امله له ولس سره ستره جفا کړې ده. دوی وايي، حکومت په دې برخه کې غفلت کړی دی او رامنځ ته شوې کمېټې هم مسلکي کسان نه دي. د دوی په خبره، که حکومت اړین، جدي او رښتیني اقدامات ونه کړي، نو کرونا به په هېواد کې یو ستر ناورین رامنځ ته کړي.
د تېرې ورځې تر ناوخته په هېواد کې د کرونا وژونکې ناروغۍ ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت کارکوونکي وايي چې دوی جدي اقدامات پیل کړي دي او له دې پدېدې سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي. د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، دوی تر خپلې وسې هڅه کوي چې د دې پدیدې مخه ونیسي. د فیروز په خبره، تر دې دمه ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او لا هم مشکوکې پېښې تر څېړنې لاندې دي.
د عامې روغتیا وزیر همدا راز په خپلو خبرو کې کرونا یو ملي ګواښ بللی دی او په خبره یې، د هر افغان دنده ده چې خپل شاوخوا خلک وپوهوي او د یوې رسنۍ دنده تر سره کړي. فیروز زیاته کړې: «موږ له یو ملي ګواښ سره مخ یو، د عامې روغتیا وزارت له دې بدې پدیدې سره د مبارزې یو مهم ادرس دی. پر خلکو هم غږ کوم چې هر یو مو یوه رسنۍ شئ، هر یو مو یو روغتیايي مبلغ شئ، زموږ ساده پیغامونه نورو ته ورسوئ او پرې عمل وکړئ، څو خپل خلک له دې شر څخه وژغورو.»
نوموړي همدا راز ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت ټول پرسونل په لومړۍ کرښه کې دی او روغتیايي خدماتو اضطراري او عاجل حالت خپل کړی دی. هغه د دې ویروس په مخنیوي کې تر تولو مهم ګام د خلکو همکاري بولي او په خبره یې، د ولس په همکارۍ یې د پراختیا مخه نیول کېدلی شي.
له دې سره جوخت د افغانستان د ډاکټرانو سرتاسري اتحادیه بیا حکومت په بې پروایۍ تورنوي. د دې اتحادیې رییس ډاکټر فیاض ساپی وایي، حکومت د کرونا ویروس د پراختیا په برخه کې له ولس سره ستره جفا کړې ده. نوموړي له مسیر ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، حکومتي مشران پر خپلو سیاسي ناندریو بوخت دي او له ولس سره یې د کرونا د مخنیوي په برخه کې ستره جفا کړې ده. هغه زیاتوي: «حکومت په خپلو ناندریو بوخت دی. کلینران او غیر مسلکي کسان یې په خپلو کمېټو کې ځای پر ځای کړي دي. له کدرونو یې کار نه دی اخیستی. د کډوالو د راتګ لپاره یې تدابیر نه لرل او لا یې هم نه لري. دوی یوه ستره جفا د ولس په حق کې کړې ده.»
د ډاکټر ساپي په خبره، د دغه ویروس تداوي نشته، خو حکومت که په خپلو ناندریو او کشمکشونو نه وی بوخت او پر وخت یې کار اهل کسانو ته سپارلی وی، نو د ویروس د پراختیا مخه نیول کېده. ساپی وایي، د افغانستان ستره ستونزه له ایرانه د زرګونو کډوالو راتګ دی چې باید قرنطین شوي وای. ساپی وایي: «پنځوس زره کډوال له ایرانه راغلل، دا باید قرنطین شوي وای. دوی باید د مسلکي کسانو له لوري په کټهګوریو ویشل شوي وای. اما حکومت غیر مسلکي کسانو ته دندې سپارلې دي. دوی هرات ته اړین توکي نه دي استولي او یوه ناورین ته یې لار هواره کړې ده.»
ښاغلي ساپي ادعا وکړه چې چارواکي لا هم خلکو ته دروغ وايي او آن د کابل په مرکزي مهمو روغتونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره هېڅ تیاری نشته. نوموړي وویل چې آن مسوولو ډاکټرانو ته ځانګړې جامې او چپنې نه دي ورکړل شوې. په ورته وخت کې د کابل د ابن سینا روغتون یو بل ډاکټر نادر افغان هم پر حکومت سختې نیوکې وکړې او د کرونا ویروس په مخنیوي کې یې پر غفلت تورن کړ. دوی دواړو پر خلکو غږ وکړ چې پر حکومت د تکیې پر ځای په خپله تدابیر ونیسي او ټولې هغه لارې چارې مراعات کړي، چې د کرونا وېروس په مخنیوي کې رول لري.